افغان ځوانانو کرېکټ ملي لوبډله د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام سياليو نيمه پايلوبې ته ووتله

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۱:۳
افغان ځوانانو کرېکټ ملي لوبډله د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام سياليو نيمه پايلوبې ته ووتله

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ له ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ نړيوال جام سياليو د شپږ غوره لوبډلو پړاو کې خپلې سيالې ايرلينډ لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه او د دې سياليو نيمه پايلوبې ته يې لار وموندله.

په دغه لوبه کې افغان لوبډلې په لومړۍ توپوهنې سره د فيصل خان شينوزاده د ۱۶۳ منډو او د لوبډلمشر محبوب خان تسکين د ۸۹ منډو پر مټ په ټاکلیو ۵۰ اورونو کې د ۷ ویکټو پر زیان خپلې سيالې ايرلينډ لوبډلې ته ۳۱۵ منډې جوړې کړې او ۳۱۶ منډې هدف يې ورته وټاکه.

په ځواب کې يې ايرلينډ لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو يوازې ۱۲۴ منډې جوړې کړې او د ۱۹۱ منډو په ستر توپیر يې دغه لوبه بايلوده.

د دې سيالۍ په پايله کې فيصل خان شينوزاده، د ښې توپوهنې له امله، چې ۱۶۳ منډې يې جوړې کړې وې، د لوبې د غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

کابل؛ مولوي احمد الله وثیق د هوايي ورزشونو فدراسيون رئيس نويد پوپل د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د ورزش ادارې مسولينو او رئيسانو د دعا او خواشينۍ څرګندولو په موخه د هوايي ورزشونو د فدراسيون رئيس نويد پوپل د فاتحې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۱۸
Background image

زابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د اتو الف لوبډلو ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په نوم د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۵۷
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

BACK TO NEWS