افغان کډوال لوبغاړي د هیواد هستي ده او د هغوی د ځواک او وړتياو څخه به د افغانستان لپاره ګټنه کیږي.
افغان کډوال لوبغاړي د هیواد هستي ده او د هغوی د ځواک او وړتياو څخه به د افغانستان لپاره ګټنه کیږي. د بدني روزنې او ورزش رياست او المپیک ملي کمیټې مشر ډاکټر حفيظ الله ولي رحيمي دا څرګندونې په کاناډا کې د افغان کډوالو سره وکړې. د کاناډا په ټورنټو کې د افغان کډوالو د ورزشي کمیټې مشر احمد صميم صميمي او فني مرستيال سيد داود جلالي د ډاکټر حفيظ ولي رحيمي له کړونو ملاتړ وکړ او د هغه لاسته راوړنې يې وستايلې، دوی له ښاغلي رحيمي څخه مننه وکړه چې د افغان کډوالو سره يې د ورزش اړوند ناسته کې ګډون وکړ. وروسته ښاغلي رحيمي پخپلو خبرو کې د دې کمیټې د لاسته راوړنو، کوښښونو او زحمتونو څخه مننه وکړه او دا يې په بهر کې د افغان ورزش لپاره مهم اقدام وباله، هغه وويل: د بدني روزنې او ورزش رياست او المپیک ملي کمیټه د ټولو افغان ورزشکارانو ګډ کور دی او هڅه کوي د هغوی د وړتياو په لوړولو او په يووالي کې مهم رول ولوبوي. ښاغلي رحيمي زياته کړه افغان کډوال ورزشکاران د افغانستان هستي او سرمايه ده او د هغوی د ځواک او استعداد څخه به افغانستان ته په وياړونو ګټلو کې استفاده کیږي. نوموړوي ټينګار وکړ چې د افغان کډوالو څخه د لوبغاړو د جذب لپاره به يوه کمیټه جوړه کړي چې د کاناډا په ګډون د نورو هيوادونو څخه افغان مهاجر لوبغاړي خپل ملي ترکيب ته جذب کړي او په نړيوالو مهمو سياليو کې ونډه ورکړي. د ورزشکارانو سره په دې غونډه کې يو شمیر روزونکو او ښوونکو ښاغلي ډاکټر رحيمي ته وړانديزونه هم وړاندې کړل. په پای کې د يادې ټولنې مشرانو د بدني روزنې او ورزش رياست او المپیک ملي کمیټې مشر ته ستاينليک هم ورکړ.
