ایران‌مېشتو افغان ورزشکارانو د بدني روزنې او ورزش له رییس سره ولیدل

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۰ - ۱۱:۶
ایران‌مېشتو افغان ورزشکارانو د بدني روزنې او ورزش له رییس سره ولیدل

دوشنبه، ۲۰مرغومي، ۱۴۰۰ل

ایران‌مېشتو افغان ورزشکارانو د المپیک ملي کمېټې او د بدني روزنې او ورزش سرپرست رییس نظرمحمد مطمئن سره ولیدل او خپل وړاندیزونه او نظرونه يې شریک کړل.

ایران کې د افغان ورزشکارانو په استازولۍ موسی خدادادی له ښاغلي مطمئن مننه وکړه چې د دوی پوښتنه يې وکړه او د لومړي ځل لپاره يې د افغان ورزشي ادارې له لوري د دوی ستونزې واورېدلې.

ښاغلي مطمئن دوی ته ژمنه ورکړه چې استازی به يې رسماً تاییدېږي او هم به يې دلته ورزشي کلپونه له نظارت وروسته رسمي له افغان ورزشي ادارې سره ثبتېږي.

د دې تر څنګ به افغان ورزشکاران د مسافرو ورزشکارانو د اوسېدو اړوند لایحه برابرېوي چې باید وکتل شي او هم ضمناً د دوی د تګ راتګ په برخه کې به د بهرنیو چارو وزارت له لارې ځینې شته ستونزې حل شي.

ښاغلي مطمئن په دې سفر کې د ایران له ورزشي مسؤلینو سره هم بېلابېل ملاقاتونه لرل، چې هغوی د نورو ژمنو تر څنګه په یاد هېواد کې مېشتو افغان ورزشکارانو ته بیمه منلې او هم يې په شخصي ډول د ایران په لیګونو کې د هغوی د ګډون ژمنه وکړې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۲۰:۱
Background image

کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس د نړيوال قهرمان علي بلال تود هرکلی او ستاینه وشوه

د هېواد ورزش ادارې او د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسيون، د بدن ښکلا نړيوالو ارنولد کلاسيک سياليو قهرمان او د ماسټر اولمپيا سياليو نايب قهرمان علي بلال افغانستان ته په راتګ د تود هرکلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۹:۵۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۹:۵۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین بالیش لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS