بادغیس؛ مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري دیاد ولایت مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ش.ه.ی.د بریالي رحماني جام په نوم د والیبال سیالۍ په دوه ګروپونو کې پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د چشمه سلطان لوبډلې خپلې سیالې خراسان لوبډلې ته د ۳/۲ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او غوره لوبغاړو موندل دي.