بادغیس کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلعه نو ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې اتحاد لوبډلې خپلې سیالې ميهن لوبډلې ته د ۵/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د زونونو اتلانو ليګ ته د غوره لوبډلې موندل او د فوټبال لوبو ته وده ورکول دي، چې درې مياشتې به دوام وکړي.