بادغیس کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د ښار منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۶
بادغیس کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د ښار منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې د ځوانانو د يووالي جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پیل شوې وې د ښار منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې ښار منتخبې لوبډلې خپلې سیالې متحد لوبډلې ته د ۷/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول او د غوره لوبغاړو موندل و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۲:۲۱
Background image

د افغانستان د ورزش ادارې عمومي رییس د روسیې د پاراالمپیک فدراسیون له رییس سره وکتل

د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومی رییس مولوي احمد الله وثیق او ورسره پلاوي د روسیې د پاراالمپیک کمېټې له رئیس پاول الکسیویچ روژکوف سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د پارا المپیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۲:۱۹
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۲:۱۵
Background image

د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې په نړۍواله جام او جشنواره کې سیرالیون ته ماته ورکړه

د افغانستان له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فوټبال نړۍ وال فدراسیون له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنواره کې خپله لومړۍ لوبه له سیرالیون هیواد څخه د ۱ـ ۲ ګولونو په توپیر وګټله.

په. . .

BACK TO NEWS