باميان؛ د ورس ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ لوبډلې والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۵:۰
باميان؛ د ورس ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ لوبډلې والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه

د باميان ولايت د ورس ولسوالۍ په مرکز کې د بېلابېلو کليو د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د یادې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ د لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.

په پایلوبه کې د امنیې قومندانۍ او امید بازار لوبډلې سره مخ شوې، چې د ۱-۳ میدانونو په توپیر د امنیه قومندانۍ د لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

د سیالیو په پای کې د ورس ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ له لوري په ګټونکو لوبډلو کپونه، مډالونه او نغدي ډالۍ ووېشل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۱:۹
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۱:۵
Background image

غزني؛ اندړو ولسوالۍ کې د ۸۰ نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو د ۸۰ نېزه وهونکو ترمنځ په ۲۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۱:۲
Background image

جوزجان؛ مردیان ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS