باميان؛ يکاولنګ ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يکاولنګ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال ژمنۍ سيالۍ د مرکز يکاولنګ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايلوبه کې مرکز يکاولنګ لوبډلې خپلې سیالې زارين لوبډلې ته د ۳/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه ځوانانو ته سالمه تفرېح برابرول و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
