باميان کې د يوولسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د اينده اف سي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د يوولسو لوبډلو ترمنځ د ژمي جام په نوم د فوټسال سيالۍ، چې څو ورځې مخکې پیل شوې وې د اينده اف سي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې اينده اف سي لوبډلې خپلې سیالې مزاري وي ای پي لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه باميان ولايت کې د فوټسال ورزش ته وده ورکول و.