بامیان؛ مرکز کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لامبو وهلو سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۱۲:۴۲
بامیان؛ مرکز کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لامبو وهلو سیالۍ ترسره شوې

د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د لامبو وهلو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ښار په ککرک لامبو وهلو حوض کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لامبو وهلو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ، چې د ځوانانو په عمري کټګورۍ کې ترسره شوې په پایله کې عبدالعلي لومړی، محمد اصف دویم او جلیل درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د لامبو وهلو سیالیو ته وده ورکول و.

د سیالیو په پای کې د بامیانو ورزشي امریت له لوري غوره لوبغاړو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۷:۱۶
Background image

لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په کچه ٨٠ لوبغاړو ته د والیبال تمریناتي کمپ پای ته ورسېده

د والیبال ملي فدراسیون له لوري د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په د والیبال ٨٠ لوبغاړو ته د ایراني روزونکي محمد اسداللهي په مشرۍ؛ دوه ورځنی تمریناتي کمپ پای ته ورسېده.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۷:۱۳
Background image

پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۷:۹
Background image

د بامیان مرکز کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پيل شوې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې له مرکز او ولسوالیو څخه د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پیل شوې، چې. . .

BACK TO NEWS