بامیان کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې
د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د بامیان ښار په نوین جمنازیوم کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د پسرلني جام په نوم فوټسال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو د پیل لوبه د دایزنګي fc او عقابان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د ۴/۴ ګولونو په ترسره کولو سره مساوي پای ته ورسېده او دواړو لوبډلو یو-یو امتیاز ترلاسه کړ.
هېره دې نه وي دغه سیالۍ به درې اوونۍ دوام وکړي او موخه یې د فوټسال ورزش ته وده ورکول دي.