بامیان کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې
د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د دې ولایت د فوټبال فدارسیون د استازولۍ او ورزش مسئولینو په حضور کې د یاد ولایت د مرکز په نوي جمنازیوم کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.
د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې دایکانادا حاجیګک لوبډلې ته ۲/۸ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.
یاده دې وي، چې دا سیالۍ به ۲۰ ورځې دوام وکړي.
