بدخشان؛ بهارک ولسوالۍ کې د ۱۵۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې
د بدخشان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د بهارک ولسوالۍ په ورزشي لوبغالي کې د ۱۵۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې خزاني سيالۍ وشوې، چې څلور ورځې يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په وروستۍ ورځ درې اخرالاوقه ترسره شول، چې لومړی اخرالاوق د پهلوان عتیق الله راغي له لوري، دويم د پهلوان فرهاد مختار له لوري او درېيم اخرالاوق د غلام خدايي له لوري، خوسی يې تر حلالې دایرې ورسوه او د ډاليو ګټونکي شول.
د سياليو په پای کې د بدخشان ورزشي امريت او د سيمې اوسېدونکو له لوري کپ، مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې
