بدخشان؛ مرکز فیض اباد کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د دهدهي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۵:۴۷
بدخشان؛ مرکز فیض اباد کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د دهدهي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بدخشان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فیض اباد کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ژمي جام په نوم د واليبال سيالۍ، چی يوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې د دهدهي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې دهدهي لوبډلې خپلې سیالې م.و.لوي عبيدالله لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅوول و، چې د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS