بدخشان؛ نسي درواز ولسوالۍ کې د ۱۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۱:۹
بدخشان؛ نسي درواز ولسوالۍ کې د ۱۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې

د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نسي درواز ولسوالۍ کې د ۱۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ پای ته ورسېدې، چې درې ورځې يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پایله کې نسي درواز ولسوالۍ کورشکارانو د ۲۰ امتيازونو په ترلاسه کولو لومړی، شغنان ولسوالۍ د ۱۵ امتيازونو په ترلاسه کولو دويم او زاغ ها ولسوالۍ د ۱۰ امتيازونو په ترلاسه کولو سره بیا درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه سيمه ييزو او دوديزو لوبو ته وده ورکول او د کورش ورزش دودول و، د سياليو په پای کې غوره کورشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

کابل؛ مولوي احمد الله وثیق د هوايي ورزشونو فدراسيون رئيس نويد پوپل د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د ورزش ادارې مسولينو او رئيسانو د دعا او خواشينۍ څرګندولو په موخه د هوايي ورزشونو د فدراسيون رئيس نويد پوپل د فاتحې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۱۸
Background image

زابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د اتو الف لوبډلو ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په نوم د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۵۷
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

BACK TO NEWS