بدخشان؛ وردوج ولسوالۍ کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو کې له جرم، بهارک، اشکاشم او وردوج ولسوالۍ او د ۵۵ څخه تر ۱۰۰ کیلوګرام وزنونو کې ورزشکارانو ګډون کړی وو.
د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅوول او غوره لوبغاړي موندل و.
د سیالیو په پای کې د بدخشان ولایت ورزشي امریت او د وردوج ولسوالۍ مقام له لوري غوره ورزشکارانو ته نغدي ډالۍ ورکړل ورکړل شوې.