برادران لوبډلې د بادغیس فوتسال سياليو اتلولي وګټله

د بادغيس ولايت د فوتسال رمضان جام سيالۍ چې د وري په ١٤ نېټه د ١٤ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې د برادران لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.
تېره شپه د دغو سياليو فاينل لوبه د برادران او اميد فرستان لوبډلو ترمنځ وشوه چې برادران لوبډلې ٤-٣ خپل سيال ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.