بغلان؛ اتفاق کیله ګي لوبډله د خزاني جام فوټبال سیالیو اتله شوه
د بغلان ولایت د فوټبال فدراسیون د نمایندګي له لوري د خزاني جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتفاق کیله ګي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
په پایلوبه کې اتفاق کیله ګي لوبډلې د ۴/۰ ګولونو په توپیر خراسان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
په دغو سیالیو کې غیور تلاش غوره ګول وهونکی، صیام نوابي غوره لوبغاړی، کرزی صاحبي غوره ګول ساتونکی، عبدالملک مسعود غوره مدافع او عبدالحی احمدي غوره حمله کوونکی اعلان شو.
دغه سیالۍ د پروان په ولسوالیو او کلیو کې د ورزش د ودې په موخه ترسره شوې.
