بغلان؛ برکه ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۱:۴۸
بغلان؛ برکه ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په برکه ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې برکه لوبډلې خپلې سیالې فلول لېسې والیبال لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول، د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول، د غوره استعدادونو موندل او ورزش ته د لوبغاړو هڅول و، چې درې ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

لغمان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز مهترلام ښار قلعه سراج بڼ کې د شپږو لوبډ‌لو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ملي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۱۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۱۰
Background image

پکتيکا کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د "پلتوني بند جام" په نوم د ټېپ بال کرېکټ. . .

BACK TO NEWS