بغلان؛ خنجان ولسوالۍ کې د ۶۲ ورزش کارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۵:۳۶
بغلان؛ خنجان ولسوالۍ کې د ۶۲ ورزش کارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د اتلتیک فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د ۶۲ ورزش کارانو ترمنځ په درې کیلو متري واټن کې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مسعود لومړی، احمدشاه دویم او جواد درېیم مقام ترلاسه کړ.

د دغو سیالیو موخه د ورزش کارانو ترمنځ د سالمې تفرېح رامنځته کول ښودل شوي دي او په پای کې ګټونکي لوبغاړي د سیمې د مشرانو له لوري د ډالیو په ورکولو سره تشویق شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۱۷
Background image

کندز؛ اما صاحب ولسوالۍ کې د ۹۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۹۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالې ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې دوه آخلاقه اعلان شول، چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۱۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۵ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۵ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۲۲ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۱۴
Background image

کندز کې د ۱۴ ښوونځیو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږي د یاد ولایت د پوهنې ریاست له لوري د ۱۴ ښوونځیو ترمنځ د فوتبال سیالۍ د حضرت علي لېسې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یاد سیالیو. . .

BACK TO NEWS