کندز کې د ۱۴ ښوونځیو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږي د یاد ولایت د پوهنې ریاست له لوري د ۱۴ ښوونځیو ترمنځ د فوتبال سیالۍ د حضرت علي لېسې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یاد سیالیو پایلوبه کې حضرت علي لېسې لوبډلې د ۵ پر ۴ ګولو نو په توپیر خپلې سیالې محمد حسن میاخېل لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د زده کوونکو ترمنځ د ښې همغږي او د دوی د ذهني پیاوړتیا په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
