بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۳۲ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۰:۴۲
بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۳۲ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې له مرکز او ولسوالیو د ۳۲ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې ۱۶ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او لومړي مقامونه یې خپل کړل.

د یادو سیالیو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و؛ د سیالیو په پای کې غوره کورشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۴۰
Background image

BACK TO NEWS