بغلان؛ نهرین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اره کش لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالې د اره کش لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د اره کش او منګل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې اره کش لوبډلې د ۵ پر ۳ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د یادو سیالیو موخه د اختر به ورځو کې د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفرېح برابرول ښودل شوي دي.
