بغلان؛ پلخمري کې د ۵۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۱۶:۲۹
بغلان؛ پلخمري کې د ۵۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري او د ذبیح الله حسین خېل په مالي ملاتړ د یاد ولایت پلخمري ولسوالۍ په کنډک آبياري سيمه کې د ۵۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

په یادو سیالیو کې د بغلان ولایت پر بېلابېلو ولسوالیو سربېره د سمنګان ولایت چاپ اندازانو هم ګډون کړی و.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې درې آخرلاقونه ترسره شول، چې لومړی یې پهلوان سمیع الله، دویم یې پهلوان اسدالله ترسره کړ؛ خو درېیم آخرلاق بیا صلح اعلان شو.

د یادو سیالیو نندارې ته د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر، نظامي مسؤولانو او د وزلوبې زرګونه مینوال ورغلي و.

دغه سیالۍ د دوو ورځو لپاره د ملي او دودیزو لوبو د ودې په موخه په لاره اچول شوې وې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۲۱
Background image

بلخ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې يوه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۱۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په نغمه بازار سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې، چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۲:۳۹
Background image

ننگرهار؛ شېرزاد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د شېرزاد ولسوالۍ په گندمک سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS