بغلان؛ په ده صلاح ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت ولایت په ده صلاح ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د د پنځو ولسواليو د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ، پایلوبې ته یې د بنو او ده صلاح ولسوالیو لوبډلو لار موندلې وه، چې پایله کې ده صلاح لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۰ میدانونو په توپیر ماتې وکړه او اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه د حاکم نظام د خپلواکۍ د دویمې کالیزې لمانځل وو.
باید یادونه وشي چې په پای کې غوره لوبډلو او ورزشکارانو ته د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د مسوولینو له لوري کپونه، مډالونه، ستاینلیکونه او ورزشي توکي د ډالۍ په شکل ورکړل شول.