کاپیسا؛ تګاب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمن د والیبال سیالۍ د تګاب بازانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پایلوبه کې تګاب بازانو لوبډلې د ۳ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې بدراب زلمي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د والیبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.