بغلان کې د کونګفو غوراوي سیالۍ پای ته ورسیدې

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۵ - ۱۳:۲
بغلان کې د کونګفو غوراوي سیالۍ پای ته ورسیدې

د کونګفو فدراسیون د بغلان د ورزش امریت په همکارۍ د بغلان په ورزشي جمنازیوم کې د ځوانانو او تنکیو ځوانانو په کټګورۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو انتخابي سیالۍ پای ته ورسېدې.

هغه مراسم چې په همدې موخه جوړ شوي وو، په کې د بغلان ولايت د ورزشي امر قاري امير محمد اميري، د بېلابېلو ورزشي فدراسيونونو استازو او د کونګفو مينه والو برخه اخيستې وه.

د دغو سیالیو د پیلولو موخه د بغلان ولایت د کونګفو غوره لوبډلې لپاره د لسو غوره لوبغاړو ټاکل او په هغه ولایت کې د ورزش وده ده.

د لوبو په پای کې د کونګفو فدراسيون له خوا غوره ورزشکارانو ته مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS