بغلان کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۲:۱۱
بغلان کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د پلخمري ښار په مرکز کې د۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د ځوانانو شجاع لوبډلې په بریا پيل شوې، چې نهه ورځې به دوام وکړي.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د شجاع ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې غوري سیمنټ لوبډلې ته د ۳ پر صفر ګولونو پر توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.

د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅوول او د بغلان ولایت فوټبال منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۸
Background image

هلمند کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د لښکرگاه ښار په لوی کارېز سيمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خپلواک لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۵
Background image

هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ۳۲ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د ناوې او مارجې ولسوالیو د ۳۲ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې ناوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سردار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS