بغلان کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د پیمان فوټسال ژمنۍ سیالۍ د امیري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د پیمان فوټسال ژمنۍ سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې یاد ولایت کې پیل شوې وې د امیري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د امیري او یاران اف سي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د امیري لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۰/صفر امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ همغږي رامنځته کول ، ورزشکارانو ظرفیت لوړول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول وو.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ، مډالونه او جایزې ورکړل شوې.
