بغلان کې ۱۲۵ ورزشکارانو او روزونکو ته اسلامي او فکري روزنيز سيمينار پيل شو

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۶:۵۸
بغلان کې ۱۲۵ ورزشکارانو او روزونکو ته اسلامي او فکري روزنيز سيمينار پيل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د دعوت او ارشاد رياست له لوري د بغلان د ورزش آمريت د غونډو په تالار کې ۱۲۵ ورزشکارانو او روزونکو ته اسلامي او فکري روزنيز دوه ورځنی سيمينار پيل شو.

د دعوت او ارشاد رياست د مسؤلینو په وينا:« دا لړۍ يې د هېواد په شمالي ولايتونو کې نن رسماً په بغلان ولايت کې د بېلابېلو ورزشي رشتو ورزشکارانو او روزونکو ته پيل کړه، چې په نږدې وختونو کې به شاوخوا ۵۶۴۰ ورزشکارانو او روزونکو ته په ټول هېواد کې دغه ډول روزنيز سيمينارونه ورکړل شي.»

د ياد سمينار د پيل په مراسمو کې د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمر قاري محمد امير امیري د دغه ډول روزنيزو سيمنارونو په پيل خوښ وښوده او دا ډول سمينارونه يې د ورزشکارانو لپاره د اسلامي او فکري روزنې په موخه خورا ارزښتناک ياد کړ، ښاغلي اميري همداراز له ټولو گډونوالو څخه وغوښتل، چې په خپل وخت سمينار ته حاضر شي.

د يادونې وړ ده، چې په پلازمېنې کابل کې نږدې ۱۰٫۰۰۰ زره ورزشکارانو او روزونکو ته د ورته سمينارونو لړۍ بشپړه شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

کابل؛ مولوي احمد الله وثیق د هوايي ورزشونو فدراسيون رئيس نويد پوپل د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د ورزش ادارې مسولينو او رئيسانو د دعا او خواشينۍ څرګندولو په موخه د هوايي ورزشونو د فدراسيون رئيس نويد پوپل د فاتحې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۱۸
Background image

زابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د اتو الف لوبډلو ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په نوم د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۵۷
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

BACK TO NEWS