بلخ؛ دهدادي ولسوالۍ کې د فوټسال سياليو پايلوبه ترسره شوه

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۶ - ۱۴:۵۱
بلخ؛ دهدادي ولسوالۍ کې د فوټسال سياليو پايلوبه ترسره شوه

د فوټسال سيالۍ د بلخ ولايت د مرکز او ولسواليو د لسو ټيمونو ترمنځ د دهدادي ولسوالۍ په کوربه توب د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست تر څارنې لاندې د يوې اوونۍ لپاره پیل شوې وې.

په پاى کې د همدرد فوټسال لوبډلې لومړى، هاشمي ياران دويم او بابا کهنه درېيم مقام خپل کړ.

په دغو سیالیو کې د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د رهبري پلاوي، د ګډون کوونکو لوبډلو مسوولینو او د فوټسال یو شمېر مینه والو ګډون کړی و.

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست فني او مسلکي مدير محمد اصف علمي وويل، چې د دغو سياليو له پيلولو موخه د تنکيو ځوانانو د استعدادونو هڅونه او وده ده.

په پای کې د دغو سياليو اتلانو ته د اتلولۍ کپ، مډالونه، ستاينليکونه او ورزشي جامې ووېشل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.

د یادوسیالیو لومړۍ لوبه کې یاران. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۸
Background image

سرپل کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند محمد عمر حوض په سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ینګ سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د. . .

BACK TO NEWS