بلخ؛ د المپیک ملي کمېټې او ورزش رئیس، د عامې روغتیا ریاست له ورزشي څانګې لیدنه وکړه

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۷ - ۱۱:۴۵
بلخ؛ د المپیک ملي کمېټې او ورزش رئیس، د عامې روغتیا ریاست له ورزشي څانګې لیدنه وکړه

ښاغلي انجینر نظرمحمد مطمئن دافغانستان المپیک کمیټې او ورزش رئیس، د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د ورزشی څانګې له ورزشي کړنو څخه لیدنه وکړه، چې د عامې روغتیا ورزشي مسئول استاد روکي" سرخوش" له خوا معلومات ورکړل شول.

همدا رنګه د یادې څانګې او لوبغاړو د مخکنیو فعالیتونو مستند فیلم هم نندارې ته وړاندې شو.

د بلخ ولایت عامې روغیتا رئیس ښاغلي ډاکتر نجیب الله "توانا"مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې ورزش د روغتیا او سلامتۍ ضامن دی، د همدې لپاره مونږ د ورزش ملاتړ کوو او په راتلونکو کې هیله مند یو، چې د ورزش اکثره اتلان د همدې ورزشي څانګې څخه هېواد او بلخ ولایت ته ویاړونه راوړي.

د افغانستان المپیک کمېټې او ورزش عمومي رئیس انجنیر نظرمحمد "مطمئین" د عامې روغتیا ریاست د ورزشی څانګې له کړنو څخه خوښي څرګنده کړه او وعده یې وکړه چې د نوموړي ورزشي بنسټ ملاتړ به کوي، همدارنګه ښاغلي مطمئن هیله څرګنده کړه، چې نورو ولایتونو عامې روغتیا ریاستونو کې هم داسې ورزشي ټېمونه او څانګې فعالې شي.

د برنامې په پای کې د افغانستان المپیک کمېټې د رئیس لخوا عامې روغتیا رئیس، ورزش مسئول او لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده، چې د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست یوازینی ریاست دی، چې منظم ورزشي ټېمونه لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۳۷
Background image

پکتيا کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فډراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په دولتزيو سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ "ولس او حکومت يو دی" په نوم د فوټبال سيالۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۳۰
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بړو انصاف. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۲۷
Background image

نورستان کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ننګراج لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز او ولسواليو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې څو ورځې وړاندې پيل شوې. . .

BACK TO NEWS