بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیمهییزې سیالې ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۵ جوړو لوبې مساوي او ۴۵ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ کورش لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
