بلخ؛ شولگره ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سيالۍ وشوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فول رزم فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شولگره ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه د فول رزم سيالۍ وشوې.
يادې سيالۍ، چې د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې ۲۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د ويلو وړ ده، چې يادو سياليو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې گټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.
