بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او بدن ښکلا سیالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۲۱:۱۷
بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او بدن ښکلا سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فټنس او بدن ښکلا ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تالار م.جا.هد جمنازیوم کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او بدن ښکلا سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې ورزشکارانو په دوو فټنس او بدن ښکلا برخو کې ګډون کړی وو، چې ۲۴ تنه د بدن ښکلا او ۱۹ تنه د فټنس منتخبو لوبډلو ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د بلخ ولایت د فټنس او بدن ښکلا منتخبو لوبډلو ته د غوره ورزشکارانو موندل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه، ستاینلیکونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۳۳
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٣٥ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٣٥ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۳۱
Background image

د کابل ولايت د ساحلي فوټبال الف ليګ د ۸ لوبډلو په ګډون پيل شو

د کابل ولايت، بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ او د فوټبال ملي فدراسيون په همکارۍ د ساحلي فوټبال کمېټې له لوري له کابل ولايت څخه د ۸ لوبډلو ترمنځ د کابل ساحلي فوټبال «الف» ليګ، د. . .

BACK TO NEWS