بلخ؛ مزار شريف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ تر سره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مزار شريف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ تر سره شوې.
دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، چې په پای کې ۳۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
