بلخ؛ مزار شریف کې د وزلوبې درېیم پړاو سیالۍ د یما پټرول لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۷:۴۹
بلخ؛ مزار شریف کې د وزلوبې درېیم پړاو سیالۍ د یما پټرول لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او د سیمه ییزو لوبو ملي فدراسیون له لوري او د کمال نبي زاده خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې درېیم پړاو سیالۍ، چې لس ورځې مخکې پيل شوې وې، نن ماسپښین د یما پټرول لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې له یوولسو ولایتونو ۱۳ لوبډلو " یما پټرول، جوانان سرپل، ام البلاد، دره صوف، بلخ، سمنګان، فاریاب، بغلان، کندز، جوانان ماورای کوکچه تخار، بدخشان، جوانان بلخ او جوزجان " ګډون کړی وو.

د دغو سیالیو په نیمه پایلوبه کې سمنګان لوبډلې خپلې سیالې بغلان لوبډلې ته د ۴/۱ نومرو په توپير ماتې ورکړه او درېیم مقام یې ترلاسه کړ.

همدارنګه د دغو سیالیو په پایلوبه کې یما پټرول لوبډلې خپلې سیالې بدخشان لوبډلې ته د ۸/۰ نومرو په توپير ماتې ورکړه او د بلخ ولایت د وزلوبې درېیم پړاو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د دغو سیالیو د پای مراسمو ته د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د وزلوبې، نېزه وهنې او سیمه ییزو لوبو ملي فدراسیون مسوولین، ملي تجاران، چاپندازان او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

د پای په دغو مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق غوره لوبډلې ته د مبارکۍ ترڅنګ په بلخ کې د وزلوبې درېیم پړاو سیالیو په ترسراوي خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: د زرګونو مینوالو په شتون کې د دغه ډول سیالیو ترسره کېدل د دې استازولي کوي، چې افغانستان کې امن دی او د هر ډول پرمختګ فرصت برابر دی. له ټولو افغان پانګوالو غواړو، چې د هېواد او ورزش په پرمختګ کې برخه واخلي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۱۷
Background image

زابل کې د ۳۰۰ غېږ نيونکو ترمنځ د غېږ نيونې ټاکنیزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په ميزانه ولسوالۍ کې د ۳۰۰ غېږ نيونکو ترمنځ د زابل منتخبې لوبډلې ته د غوره غیږ نيونکو ټاکلو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۴۰
Background image

څوکۍ ولسوالۍ لوبډلې د کونړ ولايت په کچه د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نوآباد سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ياد ولايت په کچه د واليبال سيالۍ، چې ۱۵ ورځې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۳۸
Background image

کندز پيروزي لوبډلې د شمال ختيځ زون په کچه د فوټبال ليگ سياليو اتلولي وگټله

د کندز ولايت ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د فوټبال ملي فدراسیون په گډه همکارۍ او د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د شمال زون په. . .

BACK TO NEWS