بلخ؛ په مزارشریف کې د ۲۰۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې دویم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې
د بلخ د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له خوا د دغه ولایت د حاجي مقیم بای د وزلوبې په لوبغالي کې د بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو د ۲۰۰ چاپ اندازانو تر منځ د وزلوبې دویم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې ځایي چارواکو، د بلخ ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست مسوولینو، د دغه ولایت د وزلوبې فدراسیون غړو او څه باندې ۳۰ زره لیدونکو ګډون کړی وو.
په یادو سیالیو کې د بلخ د وزلوبې فدراسیون د رئیس او د لوبغالي د حکم له لوري ماسپښین یوه بجه وروستی لاق اعلان شو، چې حاجي محمد پهلوان د حاجي جنیدالله د ستاره یي کولاب اس په سپرلۍ د حلال دایرې ته ورساوه. حاجي ملایوسف بغلاني، حاجي محمد پهلوان ته په دغه کارنامې یو اوښ ډالۍ کړ.
ددې سیالۍ په لړ کې ماسپښین دوې بجې وروستی لاق اعلان شو، چې سرور پهولان د حاجي ملایوسف بغلاني د حلال دایرې ته ورساوه، چې د ملایوسف بغلاني له لوري یو موټر انعام وګاټه.
د یادونې وړ ده، چې دا سیالۍ د ملي سوداګر حاجي ملایوسف بغلاني په مالي ملاتړ ترسره شوې.
