ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په روداتو ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې حیات لومړی، عمیر دویم او شاهد بیا درېیم مقام خپل کړ.
