بلخ؛ چمتال ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې یاران نجیب الله لوبډلې خپلې سیالې حاجي محمد لوبډلې ته د ۱۵/۱۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.