بلخ؛ کشنده ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کشنده ولسوالۍ کې د اختريز جام په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايلوبه کې طوفان سرخ لوبډلې خپلې سیالې شولګر لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه
