بلخ; د وزلوبې ملي فدراسیون د ولایتونو مسوولینو ته د پوهاوي سمینار جوړ شو
په دې دوه ورځني سمینار کې د وزلوبې او د سیمه ییزو سپورتونو د ملي فدراسیون د رئیس جان علم حسني د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د فني او مسلکي ریاست سرپرست او نورو ورزشي مسوولینو ګډون درلود یاده ناسته د بلخ ولایت د بدني روزنې په ریاست کې جوړه شوې وه.
په دې کتنه کې د اساسي قانون پر طرحې، د افغانستان د وزلوبې د ملي لوبډلې د تشکیل، د وزلوبې لیګ د څلورم پړاو ترسره کېدو، د فدراسیون د کمېټو د مسوولینو د ټاکلو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
