بلخ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کانګ‌فو اتلسم پړاو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۹:۳۶
بلخ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کانګ‌فو اتلسم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کانګ‌فو فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د ګل سرخ جام په نوم د اتو ولایتونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کانګ‌فو اتلسم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو چې یوه ورځ یې دوام وکړ په پایله کې د بلخ ولایت ورزشکارانو د ۲۱ سرو زرو مډالونو په ترلاسه کولو لومړی، سمنګان ولایت ورزشکارانو دویم او د تخار ولایت ورزشکارانو درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د بلخ او نېږدې ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د اتلسم پړاو کانګ‌فو سیالیو نماځل و.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۱۰:۰
Background image

کابل؛ د دانالاک ستر پهلوان د لومړي پړاو سياليو خبري کنفرانس ترسره شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د پهلوانۍ ملي فدراسیون په همکارۍ او د دانالاک خصوصي شرکت په مالي ملاتړ د دانالاک ستر پهلوان لومړي پړاو سياليو د لوبغاړو وزن کول او خبري. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۹:۵۸
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند والبیال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار حبیب کلا سیمه کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پای ته ورسېدې.. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۹:۵۷
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار سیار کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې دوستانه سیالۍ وشوې.

په. . .

BACK TO NEWS