بېسبال ملي لوبډلې د یوې نمرې په توپیر سریلانکا ته لوبه بایلوده

د هاکي ملي فدراسیون اړوند د بېسبال ورزش ملي لوبډلې د لودیځې اسیا بېسبال کپ سیالیو پر دوام؛ خپله دویمه سیالي د سریلانکا پر وړاندې د ۶ – ۷ منډو په توپیر بایلوده.
دغه سیالي کې د افغانستان په ګټه امیر ځاځي دوه منډې او محمد اصف، عبدالغفور، عزیز خان او دلاور یوه ـ یوه منډه جوړه کړه.
دغه لوبډله به خپله درېیمه سیالي د روانې میلادي میاشتې پر ۱۸مه له هندوستان سره ترسره کړي.
یادې سیالۍ د ایران په کوربتوب، د تهران په کرج ښار کې د اووه هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۱۵مه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۱مې به دوام وکړي.