غور؛ په شهرک ولسوالۍ کې د ۱۴ الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري په شهرک ولسوالۍ کې د ۱۴ الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د ميهن او خراسان لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې ميهن لوبډلې د ۳ـ۱ ګولونو په توپير خپلې سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دغه سيالۍ چې يوه مياشت يې دوام وکړ، موخه يې د ځوانانو ترمنځ د يووالي فضا رامنځته کول وو.
هېره دې نه وي، چې په پای کې د ياد ولايت دورزشي امريت له لوري اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.