تخار؛ بنګي ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو په ګډون د پهلواني سیمه ییزې سیالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بنګي ولسوالۍ کې د ۱۰۰ تنو ورزشکارانو په ګډون د پهلواني سیمه ییزې سیالۍ چې دوه ورځې مخکې پیل شوې وې، پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ د سیمه ییزو لوبو د ودې په موخه ترسره شوې او په پای کې پهلوانانو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.
