تخار؛ تالقانو کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د درېوو عمري کټګوریو فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولایت د فوټسال فدراسیون په همکارۍ د دغه ولایت په مرکز تالفانو کې د درېوو عمري کټګوریو(۱۳، ۱۶ او ۱۸ کلنو) ورزشکارانو فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.
په دغو لوبو کې شپږو لوبډلو ( طوفان آمو، پیروزي، شیوا، اتحاد جیق، بشرآباد او خورشید) په ۱۳ کلنو کې، اته لوبډلې ( شیوا، سیدعبدالله، پیروزی، طوفان آمو، بشیرآباد، خورشید، ملا عبدالودود او مخدوم قشلاق) په ۱۶ کلنو کې او همدارنګه اووه لوبډلې ( عقابان، شیوا، یاران، آرمان، پیروزی، اتحاد جیق و جوانان زرگر) په ۱۸ کلنۍ کې سیالۍ ترسره کړې.
ددغو سیالیو په پایله کې د ۱۳ کلنو ورزشکارنو څخه طوفان آمو لوبډلې، ۱۶ کلنو څخه شیوا لوبډلې، ۱۸ کلنۍ کې عقابان لوبډلې لومړي مقامونه خپل کړل.
ورته مهال محمدخیبر، احمد فواد او سنت الله د غوره ګول وهونکو او محمداکرم، عالم ناتار او صحبت الله ولي زاده د غوره ګول ساتونکو مقامونه وګټل.
