تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۲۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د شمال او شمال ختيځ زونونو د ۲۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پایله ۲۰ چاپندازان تر نورو ښه وځلېدل او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه د وزلوبې او دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې درې ورځې يې دوام وکړ.
