تخار؛ مرکز کې د حذفي جام په نوم د فوټبال سیالۍ د اریانا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۹:۵۹
تخار؛ مرکز کې د حذفي جام په نوم د فوټبال سیالۍ د اریانا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د تخار ولایت تالقان ښار اړوند د ښاروالۍ په چمن کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د حذفي جام په نوم د فوټبال سیالۍ، چې دوې میاشتې وړاندې پیل شوې وې د اریانا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د اریانا او ارمان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې اریانا لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د سیالۍ په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۲۱:۵۹
Background image

بلخ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حیرتان ښارګوټي کې کورش ته د ودې ورکولو په موخه د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS