تخار؛ په رستاق ولسوالۍ کې د والیبال دوه ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ په دیوار تنگ کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوه ورځنۍ سیالۍ د سر رستاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پای لوبه د سر رستاق او ده سبز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې سر رستاق لوبډلې ۳/۱ میدانونو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د یادو سیالیو موخه د دې ولایت د ولسوالیو او کلیو په کچه د والیبال سیاليو وده وه.